د غور ولايت په مرکز کې ترافيکي پيښي د يوې ښځي او يو کوچني په ګډون له دوه تنو ژوند واخيستی

مسوولین وایي، چي په دې پېښه کي پنځه تنه نور ټپیان سوي دي.

پېښه د دغه ولایت په مرکز کي د فلانکوچ ډوله موټر د چپه کېدو له امله رامنځته سوې ده.

د معلوماتو له مخي په تېره یوه میاشت کي د هيواد په بېلابيلو سیمو کي په بېلابيلو ترافیکي پيښو کې ۶۴ تنه مړه سوي او لسګونه نور ټپیان سوي دي.

د ترافيکو رياست مسولينو له دې وړاندي ويلي وه، چي ډېرى دغه پيښي د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ او د موټرونو د تېز سرعت له امله رامنځته کېږي.