د غور ښاروالۍ مسوولینو د دغه ولایت په فېروزکوه ښار کي د نږدې ۶ میلیونهافغانیو په لګښت د سلطان صلاح الدین ایوبي سړک د کانکرېټکولو چارو د پیل کېدو خبر ورکړی دی

د غور ښاروال مولوي امین الله شریفي وایي، چي د فېروزکوه ښار په لومړۍ ناحیه کي د ښاروالۍ له لوري د ۵ میلیونه ۷۱۸ زره ۷۵۰ افغانیو په لګښت د ۴۵۰ متره په اوږدوالي او ۱۰ متره په سور سره د سلطان صلاح الدین ایوبي سړک د کانکرېټ کولو چاري پیل سوي دي. 

نوموړي زیاته کړه چې په دغه پروژه کې ۶ پلګوټي، ۴۰۰ متره ویاله، او د ۴۴۵ متره په اوږدوالي  استنادي دېوال هم جوړېږي. 

 باید وویل سي، چي په یادو پروژو کي د سیمي یو شمېر اوسېدونکو ته د ۴ میاشتو لپاره د کار زمینه هم برابره سوې ده.