د فرانسي رسنيو خبر ورکړی، چي د تېري جمعې په ورځ د فرانسي په يوه جومات کي يو لمونځ کوونکی د بل کس لخوا د چاقو په وسيله وژل سوی دئ.
د فرانسي د رسنيو د خبر له مخي چي په جامع جومات کي د امنتي کېمرو څخه په ترلاسه سوو ويډيو کي ښکاري، چي بريدګر شاوخوا شل کاله عمر لري او په اصل کي فرانسوی دئ، چي تر بريد وروسته د سيمي څخه تښتېدلی دئ.
د ياد جومات د امنتي کېمرو څخه په ترلاسه سوې ويډيو کي ښکاري، چي بريدګر تر بريد وروسته د وژل سوي مسلمان څخه د خپل موبايل په مرسته ويډيو هم کړې ده او وروسته له سيمي څخه تللي دئ.
د فرانسي پوليسو ويلي دي، چي دوی د بريدګر کولو په اړه پلټنه پېل کړې ده او هڅه کوي چي ياد بريدګر محکمي ته وسپاري