د یاد ولایت ښاروال مفتي سردار محمد مرصاد د یاد ریاست د دوهمي ربعي د لاسته راوړنو او ترسره شویو کړنو د حساب ورکولو پروګرام کي ویلي، چي دغه ریاست د ۶۷ میلیونه افغانیو په ارزښت ۷ بېلابېلې پروژې پيل کړي او ډېر ژر به بشپړي او ګټي اخیستني ته وسپارل سي.
هغه زیاته کړې چي یاد ریاست د روان کال په لومړۍ ربعه کي له مرکزي عوایدو ۹ میلیونه او په دوهمه ربعه کي ۱۶ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي، چي د تېر کال په پرتله یې په عواېدو کي ۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د یادونې وړ ده، چي فراه ولایت د ښاروالي په راتلونکو پلانونو کي د فراهي وګړو د هوسايني لپاره د څارويو د حلالولو د ځای (مسلخ) او ځینو نورو پروژو ډاډ ورکړی.