د فلسطينې ښځو او نجونو پر وړاندې د بشرې حقونو څخه د سرغړونې په اړه بايد د اسراييلې ځواکونو څخه تحقيقات وسې

د ملګرو ملتونو کارپوهانو په غزه کې د فلسطینې ښځو او نجونو پر وړاندې د بشرې حقونو د سختو سرغړونو د باورې تورونو په اړه د اسراییلې ځواکونو د تحقیقاتو غوښتنه کړي ده.

د ملګرو ملتونو د بشری حقونو کارپوهانو اسراییلې ځواکونه د ښځینه بندیانو پروړاندې د غیر قانونې وژنې ، خپلسرې توقیف ، سپکاوې چلند ، جنسې تیری او تاوتریخوالې تورن کړې دي.

بل خوا اسراييلې دفاعې ځواکونو دا تورونه رد کړې دې او وايي چې د بشرې حقونو او نړيوال قانون څخه دفاع کوې او داسې کړنه يي نه ده اجرا کړي چې هغه دې د بشرې حقونو پر ضد وې