د فلسطیني بې‌ځایه سویو د لاسنیوي او ملاتړ ادارې مشر وايي، په غزې تړانګه کي له تېرو ۱۴ میاشتو راهیسي د جګړې ټول قوانین تر پښو لاندي سوي او پرله‌پسې نسل‌وژنه روانه ده

د دې ادارې مشر دا څرګندوني پر خپله ایکس پاڼه کړي او ویلي یې دي چي په غزه کي پر ښوونځیو او روغتونونو بریدونه یو عادي کار ګرځېدلی دی.
هغه دا هم ویلي چي نړۍ باید له دې مسئلې سره عادت نه سي، او په وینا یې چي په غزه کي د جګړې بندول تر ډیره حده ځنډول سوي دي.
دا په داسي حال کي ده چي د غزې د ملکي دفاع وزارت ویلي چي هلته د اسرائیلو په بریدونو کي د کوچنیانو په ګډون لږ تر لږه ۳۵ فلسطینیان وژل سوي دي.
د غزې د روغتیا وزارت اعلان کړی چي د اکتوبر له اوومي نیټې راهیسي په غزه کي د وژل سویو کسانو شمیر ۴۵ زره ۲۲۷ تنو ته رسیدلی او د ټپیانو شمیر ۱۰۷ زره ۵۷۳ کسانو ته رسیدلی دی.