د فلسطین د فوټبال لوبډلي ملي لوبغاړی د اسرائیلو په برید کي وژل سوی

راپورونه وایي، د فلسطین د فوټبال لوبډلي ملي لوبغاړی محمد برکت د اسرائیلو په هوايي برید کي وژل شوی دی.
نوموړي ۳۹ کاله عمر درلود، چي د ملي لوبډلي ترڅنګ یي د فلسطین په یو شمېر لیګونو کي هم لوبه کول.
هغه تېره ورځ سهار په خان یونس سیمه کي په خپل کور کي وژل سوی دی.
په فلسطین کي تر اوسه د لسګونه زره نورو کسانو د وژني تر څنګ ۱۳۳ تنه خبریالانو هم ژوند بایللی.
تمه وه چي په فلسطین کي به د روژې میاشتې له امله اوربند وسي خو اسرائیلو لا هم خپلو بریدونو ته دوام ورکړی.