د فلسطین روغتیایي چارواکي وايي، د غزې په مرکزي سیمه کي پر یوه ښوونځي د اسراییلو په هوايي بریدونو کي ۱۷ کسان وژل سوي دي

د اسوشیټد پریس خبري اژانس د روغتیايي چارواکو په حواله ویلي، بې‌‌ځایه سویو په‌دې ښوونځیو کي پناه اخیستې وه.
دا برید په‌‌داسي حال کي کېږي، چي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي، اسراییلو د حماس د ځپلو لپاره خپل هدف ترلاسه کړی او په راتلونکو ورځو کي به د اوربند او د برمته‌سویو اسراییلو د خلاصون خبري بیا پیل کړي.
د اسوشیټدس پریس په راپور کي د روغتون د چارواکو په حواله راغلي، په‌دې برید کي ۲۴ کسان ټپيان سوي او په وژل سویو کسانو کي له ۱۳ تر ۱۸ کلونو کوچنیان او درې ښځي هم شاملي دي.
په غزه کي د مدني دفاع ډلي پرون ویلي وه چي جبالیا پنډغالي‌ کي د اسرائيل بریدونو لږترلږه ۱۵۰ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.