د فوټبال د اسیا جام د لارموندني په سیالیو کي د افغانستان د اوولس کلنو ځوانانو ملي لوبډلي د ماکایو هيواد ته ۹ د صفر په مقابل کي ماته ورکړه

دغه سیالي چي نن چهارشنبه د کمبودیا هیواد په کوربتوب ترسره سوه، افغان لوبډلي په دواړو پاڼیو کي ۹ ګولونه ووهل خو ماکایو په هیڅ ګول وهلو بریالی نه‌سو.

تر دې وړاندي افغانستان په خپلي لومړۍ لوبه کي د فیلیپین پر وړاندي ۷ ګولونه وهلي وو.

په دې لوبه کي د افغانستان لپاره وارث شېرزي دوه، محمدنورزي، ارش احمدي، ساحل سروري، نصیراحمد محمدي، نوید محبوبي، وارث رازقي او یاسر ساپي یو یو ګول وواهه.

افغان لوبډله به خپله درېیمه لوبه د راتلونکي جمعې په ورځ د کوربه کمبودیا پر وړاندي ترسره کوي.