د فوټسال نړیوال جام نیمه‌ پایلوبي ته د اوکراین، برازیل، ارجنټاین او فرانسې لوبډلو لار پیدا کړه

د فوټسال نړیوال جام د منځ‌لوبو یا کوارټرفاینل پړاو سیالۍ هم بشپړي سوې او نیمه‌ پایلوبي ته د اوکراین، برازیل، ارجنټاین او فرانسې لوبډلو لار پیدا کړه.

ټاکل سوې ده چي د نیمه پایلوبي پړاو د اکټوبر میاشتي په ۲مه نېټه ترسره سي.

لومړۍ نیمه پایلوبه به د اوکراین او برازیل او دویمه نیمه پایلوبه به د ارجنټاین او فرانسې ترمنځ وي.

د فوټسال په نړیوال جام کي د افغانستان ملي لوبډلي هم د لومړي ځل لپاره برخه اخستې وه چي د شپاړلس غوره لوبډلو په پړاو کي یې ماته وخوړه.

دغه سیالۍ چي د ازبکستان په کوربه‌توب رواني دي پایلوبه به یې د اکټوبر میاشتي په ۶مه نېټه ترسره سي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *