د فوټسال نړیوال جام پایلوبه د برازیل او ارجنټاین ترمنځ ترسره سوه چي ۲-۱ برازیل وګټله

د فوټسال نړیوال جام پایلوبه د اکټوبر په شپږمه نېټه د ازبکستان په پلازمېني تاشکند کي د برازیل او ارجنټاین ترمنځ ترسره سوه چي ۲-۱ برازیل وګټله.

برازیل د لوبي په دواړو پاڼیو کي یو یو ګول وواهه، خو ارجنټاین یوازي د یو ګول په وهلو بریالی سو.

دا شپږم ځل دی چي برازیل د فوټسال نړیوال جام اتلولي ګټي.

د اوکراین ملي لوبډلي بیا د فرانسې لوبډلي ته ۷-۱ ماته ورکړه او درېیم مقام یې وګاټی.

د فوټسال نړیوال جام چي له ۱۹۸۹م کال راهیسي ترسره کېږي، افغانستان پکښي په لومړي ځل ولوبېدی او د ۱۶ غوره لوبډلو په پړاو کي یې ماته وخوړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *