د فوټسال نړیوال جام په ترڅ کي به افغانستان خپله لومړۍ سیالي له انګولا سره ترسره کړي

ټاکل سوې چي د فوټسال نړیوال جام په ترڅ کي افغانستان خپله لومړۍ سیالي له انګولا سره ترسره کړي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون ویلي دي، یاده سیالي به سبا یک‌شنبه د ازبکستان په کوربه‌توب د کابل پر وخت مازیګر پنځه بجې پیل سي.

دا به د فوټسال په نړیوال جام کي د افغانستان لومړۍ سیالي وي، افغان لوبډله چي په درېیم ګروپ کي لوبي کوي، دوې نوري لوبي به له ارجنټاین او اوکراین سره ترسره کړي.

د ویلو ده چي افغان لوبډلي تر دې نړیوال جام مخکي دوې تمریناتي سیالۍ هم ترسره کړي دي او د لویو وچو جام په سیالیو کي یې هم ښې لوبي کړي وې.