د فوټسال نړیوال جام په کوارټرفاینل پړاو کي مراکش له برازیل او ونزویلا له اوکراین سره مخ کيږي

د فوټسال نړیوال جام په کوارټرفاینل پړاو کي دوې لوبي کېږي چي مراکش له برازیل او ونزویلا له اوکراین سره مخ دی.

لومړۍ لوبه چي د مراکش او برازیل ترمنځ ده، د اوزبیکستان د بخارا ښار په «بخارا یونېورسل سپورټس کمپلېکس لوبغالي» کي ترسره کیږي.

په ورته مهال له دې سیالي سره به هم‌مهاله د کوارټرفاینل پړاو دویمه لوبه کي به ونزویلا له اوکراین سره سیالي وکړي چي په د اوزبیکستان د تاشکند په هوموارېنا لوبغالي کي تر سره کیږي.

د دواړو سیالیو ګټونکي لوبډلي به د روان فوټسال نړیوال جام نیمه پای‌لوبي ته لاره پيدا کړي.

افغان لوبډلي د روان جام ۱۶ غوره لوبډلو ته لاره پیدا کړه او د پاراګوای پر وړاندي له ښې لوبي وروسته، له دغه جام ووتله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *