د قرغزستان د احصایې ملي کمېټه : دې هیواد د روان ۲۰۲۴م کال په لومړیو ۷ میاشتو کي د تېر کال د ورته مودې په پرتله افغانستان ته پټرول ۲۷ ځله زیات صادر کړي دي

د قرغزستان د احصایې ملي کمېټه وايي، دې هیواد د روان ۲۰۲۴م کال په لومړیو ۷ میاشتو کي د تېر کال د ورته مودې په پرتله افغانستان ته پټرول ۲۷ ځله زیات صادر کړي دي.

د راپورونو له مخي د قرغزستان د احصایې د ملي کمېټې پر اساس دې هیواد افغانستان ته د ۸ میلیونه او ۹۰۰زره ډالرو په ارزښت ۷۰۰زره لیتره پټرول صادر کړي دي.

د تېر کال په ورته موده کي، قرغزستان د ۳ لکه ۱۷زره ډالرو په ارزښت ۱۹زره ۳۰۰ لیتره پټرول صادر کړي وو.

افغانستان ته د قرغزستان د صادر سویو تېلو د هر لټر د بیې اوسط پنځه سینټه دی.

افغانستان ته د دغه هیواد صادر سوي پټرول د دغه هیواد د ټولو صادر سویو پټرولو ۸۴ سلنه کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *