د قزاقستان د صدراعظم مرستیال د دوه اړخیزو اړیکو په اړه د خبرو لپاره کابل ته راغلی

د بهرنیو چارو وزارت وایي، نن چهار شنبه د قزاقستان د لومړي وزير مرستيال سريک ژومانګرين کابل ته راغلی او دلته یې د بهرنیو چارو د سرپرست تر څنګ د ځینو نورو مسوولینو سره لیدلي.
د بهرنیو چارو وزارت پر اېکس لیکلي، چي له هغه سره د قزاقستان د دولتي چارواکو ترڅنګ د خصوصي سیکتور یو شمېر استازی هم مل دي.
وزارت وایي، په دې ناسته کي د افغانستان او قزاقستان پر دوو اړخيزو سياسي او اقتصادي اړيکو او دوه اړخيزي سوداګرۍ خبري سوي.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي، سريک ژومانګرين غواړي د دې سفر په ترڅ کي په افغانستان کي د رېل پټلۍ، کانونو او مشترکو کمپنيو په برخه کي د پانګوني په اړه مفصلي تخنيکي خبري او معلومات تر لاسه کړي.
د قزاقستان د لومړي وزير مرستيال هيله څرګنده کړې چي دواړه لوري وتوانیږي د کابل – استانې ترمنځ مستقيمي الوتني پيل کړي.
هغه دغه راز ویلي، چي د دې درې ورځني سفر په ترڅ کي به په کابل کي د افغانستان او قزاقستان ګډ سوداګريز نندارتون هم پرانيزي.