د قطر د بهرنیو چارو وزیر: د غزې د اوربند خبري د اسرائیلي ځواکونو د عملیاتو دوام بې نتیجې کړي

د قطر د بهرنیو چارو وزیر شېخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني وايي، په غزه کي د اوربند په اړه خبري په رفح کي د اسرائیلي ځواکونو د پوځي عملیاتو له کبله بې نتیجې پاته دي.
د هغه په وینا، په خاص ډول په تېرو څو اونیو کي منځګړو په خبرو کي د پرمختګ نښي ولیدلې، خو له بده مرغه کارونه پر سم لوري نه ولاړل نو ځکه خبري په بې نتیجې حالت کي دي.
آل ثاني زیاته کړې، چي په رفح کي د اسرائیلو پوځي عملیات د دې شاتګ باعث سول.
په روانه مې میاشت کي په رفح کي د پوځي عملیاتو پرمهال اسرائیلو له رفح سره د مصر پوله چي د بشري مرستو د رسولو اصلي لاره ده، بنده کړې ده.
د بشري حقونو ډلو ویلي دي چي دا اقدام به په غزه کي وضعیت نور هم خراب کړي.
د امریکا د ټینګار سره سره اسرائيل د غزې پر رفح ښار برید پيل کړی او هلته مېشتو فلسطینیانو ته یې ویلي، چي د رفح له شمالي برخي څخه ووزي.