د قطر د سرې میاشتي ټولني اعلان کړی، چي د قطر د پراختیایي بودیجې په مرسته به په افغانستان کي د جګړو او طبیعي پېښو تر ټولو زیات زیانمنو کورنیو ته د خوراکي توکو د خوندیتوب او معیشت د ښه والي په موخه یوه پروژه پیلوي

د ا پروژه د افغاني سرې میاشتي ټولني په همکارۍ پلي کېږي.

خاورمیانه خبري ویب پاڼه په یوه راپور وایي، له دې لاري قطر پلان لري چي په افغانستان کي پر ۸۰۰ کورنیو، چي ۵ زره۶۰۰ کسان پکښي شامل دي، د خوراکي توکو د وېش له لاری په هیواد کي له زیانمنو سویو کورنیو سره مرسته وکړي.

د سرچینې د معلوماتو له مخي، دغه پروژه په فارياب، فراه او هلمند ولايتونو کي پلي سي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *