د قوش‌ تېپې په نوم د کرکټ شل اووریزه جام سیالیو اتلولي د بند امیر لوبډلي وګټل

د قوش تېپې په نوم د کرکټ ملي شل اووریزه جام سیالیو په پای لوبه کي د بند امیر لوبډلي مس عینک ته ماته ورکړه او د دغو سیالیو اتلولي یې وګټله.
په دغو سیالیو کي د هیواد له زونونو څخه پنځه لوبډلو برخه اخیستې وه چي د غویي میاشتي په ۱۲مه پخ کابل کي پیل سوي وې او د دوشنبې په ورځ پای ته ورسېدې.
د دغې لوبې پچه د بند امیر لوبډلي وګټله او لومړی یې د مس عینک لوبډلي پر وړاندي د توپوهني پرېکړه وکړه چي په ټاکلو شل اوورونو کي یې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۹۶ منډي وکړې.
د بند امیر لوبډلي له لوري په توپوهنه کې کریم جنت ۱۰۷، بهیر شینواري ۳۲، حشمت الله شهیدي او ریاض حسن ۲۰ – ۲۰ منډي وکړې.
مقابل کې یې د مس عینک لوبډلې یاد هدف پوره نه کړای سو او په شلم اوور کي یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۳ منډي وکړې او د ۲۳ منډو په توپیر یې ماته وخوړه.
په دغه سیالۍ کې کریم جنت ۱۰۷ منډې وکړې او هم یې د مقابلې لوبډلې څلور لوبغاړي وسوځول او دغه لوبه کې یې د سټایلش لوبغاړي، د لوبې د بدلوونکي لوبغاړي او غوره لوبغاړي جایزې تر لاسه کړې.