ځايي خلک وايي، قومي مشرانو هغوی ته ډاډ ورکړی، چي دوی طالبانو ته هم دلته د فعالیت اجازه نه ورکوي او دوی به هم بېرته سيمي ته نه ورځي.
دغه اقدام د پښتون قومي عدالت جرګې د هغه پرېکړي په لړ کي کېږي، چي په دوو مياشتو کي يې له هغو سيمو څخه چي د پوځ او طالبانو ترمنځ پکښي جګړې کیږي دواړو لوریو ته د وتلو خبرداری ورکړی وو.
بل خوا ټي ټي پي وایي له هغه وخته دوې میاشتي تیري سوې چي دوی له امنیتي ځواکونو غوښتي وه چي خپلي دندي پرېږدي او نورو چارو ته دي مخه کړي.
د ټي ټي پي ویاند محمد خراساني ویلي، چي له دې وروسته د دغه ډلي ټولو وسله والو ته سپارښتنه سوې چي د پاکستان د امنیتي ځواکونو په نیولو او وژلو دي سرفه نه کوي او ان هغه سرتیري او افسران چي د رخصتیو تیرولو لپاره خپلو کورونو ته ځي هغوی دي هم ونیسي او د دغه ډلي د مشرتابه له سپارښتني سره سم دي یې ووژني.