د لبنان حزب ‌الله ډلي نن سهار اعلان کړی چي، تل‌ابیب ښار ته نږدې دوې مهمي اډې او د حیفا په لوېدیځ کي د سمندري ځواکونو یوه اډه يې په نښه او ویجاړه کړې ده

د لبنان حزب ‌الله ډلي نن سهار اعلان کړی چي، تل‌ابیب ښار ته نږدې دوې مهمي اډې او د حیفا په لوېدیځ کي د سمندري ځواکونو یوه اډه يې په نښه او ویجاړه کړې ده.
د لبنان حزب‌الله ډله یو سیاسي او پوځي ډله ده، چي د لبنان ډېري جنوبي سیمي کنټرولوي.
دا په‌ داسي حال کي ده چي‏ اسراییل ته ځي او هلته به پر اسراییلو د اوربند موافقې ته د رسېدو لپاره لا زیات فشار راوړي.
د لبنان په جنوب او د پلازمېني بیروت په جنوبي سیمو باندي د اسرايیلو له ‌خوا د تېري شپې له سختو بریدونو وروسته، حزب الله اعلان وکړ چي د تل‌‌ابیب په څنډه کي یې د ګلیلوت او نیرت په سیمه کي د پوځي استخباراتو مرکزونه په نښه کړي دي.
حزب‌‌ الله همدا راز اعلان وکړ چي د اسرايیلو په شمال کي د حیفا څخه بهر یوه سمندري اډه یې هم په راکټونو ویشتلې ده.
د تلفاتو په اړه سمدستي راپور نه‌ سته.
اسرايیلي چارواکو ویلي، د تل‌‌ابیب په جنوب ختیځو سیمو کي د هوايي بریدونو لپاره د خطر زنګ هغه مهال وږغول سو، چي یوه توغندی له لبنان څخه تېر سو او په یوه ازاده سیمه کي ولګېدی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *