د لبنان د حزب‌الله ډلي مشر :د اسراییل وروستي اقدامات به له پیاوړي او اغېزمن اقدام پرته بې‌جوابه پاتي نه‌سي

حزب‌الله چي د ایران له ملاتړه برخمنه ده مشر یې دغه څرګندوني پرون په یوه ټلوېزیوني وینا کي وکړې.
حسن نصرالله د خپلي ډلي د جګپوړي قومندان فواد شکور د وژل کېدو د اوونۍ په مناسبت دغه وینا داسي مهال کوي چي په منځني ختیځ کې د جګړې د پراخېدو اندېښنې زیاتي سوي دي.
شکور یوه اوونۍ مخکي په بیروت کي د اسراییل په یوه هوایي برید کي ووژل سو.
له هغه وروسته د حماس ډلي سیاسي مشراسماعیل هنیه په تهران کي په یوه برید کي ووژل سو.
په غزه کي د جګړې له پیل راهیسي د لبنان حزب‌الله او اسراییل تل پر یوبل بریدونه کوي.