د لبنان په جنوب کي د نبطیه په ښار کي د استوګني پر یوې ودانۍ د اسراییلي الوتکو په برید کې لږ تر لږه نهه تنه وژل سوي او پنځه نور ټپیان سوي دي

د لبنان دولتي اژانس “این‌این‌اې” نن وویل چې، د لبنان په جنوب کي د نبطیه په ښار کي د استوګني پر یوې ودانۍ د اسراییلي الوتکو په برید کې لږ تر لږه نهه تنه وژل سوي او پنځه نور ټپیان سوي دي.
اسراییلي پوځ بیا ویلي دي چي، د حزب‌الله وسله‌والو د وسلو یو زېرمتون یې په نښه کړی دی.

په وروستیو اوونيو کي په سیمه کي کړکېچ وروسته تر هغه زیات سو چي د اسراییل تر اشغال لاندي د جولان پر لوړو د توغندي په برید کي دولس اسراییلي ماشومان ووژل سول.
اسراییل وایي، دا برید حزب‌الله کړی او په ځواب کي یې د دې وسله‌واله ډلي یو جګپوړی قوماندان په پلازمېنه بیروت کې وواژه