د لغمان او زابل اوسيدونکي د دولتي ادارو سره په همغږۍ د هرات زلزله ځپلو لپاره د مرستې صندوق اىښى.

د لغمان ولايت او زابل اوسيدونکي د دولتي ادارو سره په همغږۍ د هرات زلزله ځپلو لپاره د مرستې صندوق اىښى. دوی هم د هرات د زلزله ځپلو سره د غمشريکۍ او همدردۍ تر څنګ د مرستی په کمپاین کي برخه اخلي. دوی پر حکومت، نړۍ والو مرستندویه ادارو او شتمنو کسانو ږغ کوي چي د هرات د غم ځپلو خلکو لاسنیوی وکړي.