د لغمان د مختلفو ولسواليو د واليبال لوبډلو ترمنځ د شاهي کانال په نوم واليبال سيالۍ پيل سوې

د لغمان ولايت د بدني روزني او ورزش امريت اړوند د واليبال فدراسيون له لوري د ياد ولايت د مختلفو ولسواليو د واليبال لوبډلو ترمنځ د شاهي کانال په نوم واليبال سيالۍ پيل سوې.

د‌ دغو سياليو د پيل په مراسمو کي د المپيک بدني روزني او ورزش عمومي رياست رهبري هم ګډون کړی وو، چي موخه يې له شاهي کانال څخه ملاتړ ياد سوی دی.

مسوولین وایي، چي د دغو سياليو د پيل لوبه د حاجي جاويد قريشي او داودزي کلب لوبډلو ترمنځ ترسره سوه، چي په پايله کي داودزي کلب لوبډلي د ۲-۰ ميدانونو په توپير بريا خپله کړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *