د لغمان ولايت په قرغيو ولسوالۍ کي د يو لک او پنځه پنځوس زره امريکايي ډالرو په ارزښت د يو استنادي ديوال د جوړولو بنسټ ډبره کيښودل سوه.

د مسوولينو په وينا ياد استنادي ديوال به د څلورو مياشتو په جريان کي ګټي اخیستنې ته وسپارل سي. بل لور ته ځايي اوسېدونکي د ياد استنادي دیوال جوړېدو ته خوښ دي، او وايي چي دغه دیوال به د دوى کورونه او زراعتي مځکي د سيلاب له خطره په امان کړي.