د لوړو زده کړو سرپرست: ا.ا علم ته ژمن دی او یاده ژمنتیا یې نمایشي نه ده

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي نداء محمد ندیم کندهار ولایت ته د سفر پر مهال د کندهار پوهنتون له مسوولینو سره لیدلي.
د کندهار ولایت مقام څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ویلي سوي، چي د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د پوهنتون رهبري او استادانو سره په لیدنه کي ویلي، چي ا.ا علم ته ژمن دی او یاده ژمنتیا یې نمایشي نه ده؛ نو د تل په څېر باید کیفیت ته پوره پاملرنه وسي.
خبرپاڼه لیکي چي هغه دغه راز د پوهنتون مسوولینو ته د همکارۍ ډاډ ورکړی او ژمنه یې کړې چي ټولي ستونزي به حلوي او د دوی غوښتنو ته د رسېدو په موخه به هڅي کوي.
د کندهار ولایت مقام خبرپاڼه زیاتوي چي د کندهار پوهنتون ریس مولوي عبدالرحمن طیبي د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ته ډاډ ورکړی چي د کندهار پوهنتون ټول استادان، اداري او خدماتي کارمندان د هيواد خدمت، د آمر اطاعت او د نظام ټینګښت ته ژمن دي.