د لوړو زده کړو وزیر مولوي ندا محمد ندیم وايي، د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانستلو په اړه پوښتنه تر «امر ثاني» پوري معطل ده

د لوړو زده کړو وزیر د یکشنبې په ورځ یوې خبري غونډي ته ویلي چي د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانستلو پرېکړه کي د خلکو  خوښه نه؛ بلکي د شریعت غوښتنه په نظر کي نیول کيږي.

ښاغلي ندیم زیاته کړه، یوازي خلک فکر کوي چي ولي عصري زده کړي د نجوو لپاره نه خلاصيږي، خو دا یوه اسلامي او مسلمانه ټولنه ده، افغانانو جنګونه کړي، قرباني يې ورکړې دلته عالمان دي، دیني خلک دي، هر څه د اسلام په رڼا کي کیږي.

هغه ویلي، چي د سرپرست حکومت په راتګ سره د ښځو ۹۰ سلنه حقوق تضمین سوي دي.

د یادولو وړ ده چي د اوسني نظام له راتګ وروسته د ۱۴۰۱ کال د ليندۍ په میاشت کي د نجونو پر زده کړو بندیز ولګېدی.