د لوګر بدني روزني او ورزش امریت چارواکي وايي چي د پهلواني فدراسیون په همکاري د ولایت په کچه د ۵۰ غوره ورزشکارانو ترمنځ د پهلواني یوه ورځنۍ سیالي ترسره سوې

د دغه ولایت د بدني روزني او ورزش امریت انجینیر مزمل نعیم‌زی وايي، دغه سیالي د پل‌علم ښار په دولتي جمنازیوم کي ترسره سوې چي لومړی مقام شهید معروف ورزشي کلپ او دویم مقام استقلال ورزشي کلپ ترلاسه کړ.

نعیم‌زي زیاته کړه، له یادو سیالیو جوړېدو څخه موخه لوګر کي پهلواني ورزش ته وده ورکول، پهلواني ورزشکارانو ترمنځ د همږغۍ او تجربي شریکول او همدارنګه د ولایت په کچه د پهلواني لپاره د غوره ورزشکارانو غوراوی دی.

د مرکز پل‌علم د پهلواني ورزشکاران وايي، خوښ دي چي وروسته له څو کلونو په لوګر کي د پهلواني سیالۍ جوړي سوي وې.

دوی د پهلوانۍ په فدارسیون ږغ کوي چي د پهلوانۍ ورزشکارانو ته د ظرفیت لوړوني او سیالیو ترسره کېدو زمینه برابره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *