د لوی افغانستان ارمانجن شهید ګیله من نن له اسلام اباد څخه خپل پلارني ټاټوبي وزیرستان ته وړل کیږي

‏د پي ټي ایم مشر منظور پښتون وایي، ملي شهید ګیله من وزير به نن له روغتون څخه سره د قافلې د وزیرستان پر لور روانیږي.
‏هغه ویلي، د ګیله من وزیر ‏جنازه به د جمعې په ورځ ماسپښین په اسدخیل کلي کي تر سره سي.
ګيله من درې ورځي مخکي په اسلام اباد کي د يوه بريد له امله پر سر سخت ټپي سوی وو چي د درې ورځي کوما وروسته يې تېره شپه د اسلام اباد په پيمز روغتون کي ساه ورکړه.