د کندهار څخه محلي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دوشنبې ماخستن ناوخته د کندهارـ هلمند پر لويه لار د لښکرګاه د دوراهي په سيمه کي د دوو کوچني موټرانو د ټکر له امله درې کسان وژل سوي دي.
د سرچينې د معلوماتو د مخي دغه ترافيکي پېښه د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځ ته سوې ده.
بايد وويل سي، چي په افغانستان کي د ترافيکي اصولو د نه مراعتولو له امله هره ورځ زيات شمېر ټکرونه رامنځ ته کېږي.