د لیبیا په یوه ډله ییز قبر کي د ۶۵ کډوالو جسدونه موندل سوي دي

د کډوالو نړیوال سازمان ای او ایم وايي، په لیبیا کي د کډوالو ۶۵ مړي په یوه قبر کي موندل سوي دي خو معلومه نه ده چي دا کسان څوک او کله مړه سوي دي.
ای او ایم زیاتوي، داسي باور کیږي کله چي دغه کسان قاچاقي د لیبیا له صحرا څخه مدیترانې ته تېرېدل مړه سوي دي.
د کډوالو نړیوال سازمان وايي، دا غمیزه د کډوالو قاچاق ته په ځواب ویلو او قانوني کډوالۍ لاروچارو کي د همږغۍ اړتیا په ګوته کوي.
لیبیا د کډوالو د تګ لپاره یوه هغه لاره ده چي کډوال غواړي د لیبیا او مدیترانې له لاري اروپايي‌ هیوادونو ته واوړي.
د دغه ډله ییز قبر له پيدا کېدو مخکي بیا په یوه پېښه کي ۶۰ تنه کډوال چي د لیبیا له سمندر غاړي څخه روان سوي وه د مدیترانې په سمندر کي ډوب سوي وه.
د کډوالو نړیوال سازمان د دې میاشتي په پیل کي ویلي وه، د کډوالو لپاره په تېره یوه لسیزه کي ۲۰۲۳ کال تر ټولو خونړی کال وو، چي په نړیوالو کچه ۸،۵۶۵ کسان پر قاچاقي لارو مړه سوي دي.