د ماشومانو د خوندیتوب اداره: په بغلان کي سېلابونو له امله ۶ سوه زره کسان اغېزمن سوي

د ماشومانو د خوندیتوب اداره وايي، په بغلان کي د وروستیو سېلابونو له امله ۶ سوه زره کسان اغېزمن سوي چي له دې شمېر څخه ۳۱۰ زره یې ماشومان دي.
دې ادارې په یوه خبرپاڼه کي په افغانستان د ماشومانو د خوندیتوب ادارې د مشر ارشاد ملک له قوله لیکلي چي د سېلابونو له امله کلي او کورونه ویجاړ سوي، ماشومانو هر څه له لاسه ورکړي او ژوند یو مخ له ‌منځه تللی دی.
د ماشومانو د خوندیتوب ادارې افغانستان په نړۍ کي یو له هغو هیوادونو څخه بللی چي د اقلیمي بدلون له امله ډېر اغېزمن سوی، خو ورسره د مقابلې لپاره تر ټولو لږ چمتووالی لري.
سیف د چلډرن پر نړیوالي ټولني ږغ کړی چي باید په افغانستان کي د اقلیمي بدلون د کړکېچ د سمدستي او اوږدمهاله اغېزو د له ‌منځه‌ وړو لپاره لا ډيري مرستي وکړي.