د ماشومانو د ساتني اداره: سیلاب ځپلو سیمو ته روغتیايي ټیمونه استوو

د ماشومانو د ساتني اداره «سیف د چلډرن» وایي، چي د افغانستان په شمال کي به سیلاب ځپلو سیمو ته ژر تر ژره روغتیايي ټیمونه او د ماشومانو د ژغورني ډلي ولیږي.
دغه ادارې په اېکس لیکلي چي په سیلابونو کي ماشومانو هر څه له لاسه ورکړي‌ دي.
د ماشومانو د ساتني ادارې په وینا، د افغانستان په شمالي ولایتونو کي په راوتلو سېلابونو کي تر پنځوس ډېر کسان مړه سوي او ډیری نور تر نړیدلو کورونو لاندي بند پاته دي.
خو د خوړو نړیوال پروګرام بیا ویلي، چي یوازي بغلان کي تر درې سوه ډېر کسان مړه سوي دي.
د دغه ولایت په بورکه ولسوالۍ کي ځیني اوسېدونکي وايي، چي خلک له سېلاب وروسته له ناروغیو په ځانګړې توګه تبي سره مخ دي.