د مالیې وزارت وايي، د ټولو ښځینه کارکوونکو معاشونه نه دي کم سوي

وروسته له هغه چي د ښځینه کارکوونکو د معاشونو د کموالي په اړه راپورونه خپاره سوه، تازه د مالیې وزارت ویلي، چي یوازي د هغو ښځو معاشونه پنځه زره افغانیو ته راټیټ سوي چي هره ورځ دندو ته نه حاضریږي.
د دوی په وینا، هغه برحاله ښځينه کارکوونکي چي په اړوندو ادارو کي د نارینه‌وو په څېر هره ورځ دندو ته حاضریږي د هغوی معاشونه د هغوی د بست پر بنسټ د اجرا وړ دي او نه دي کم سوي.
څو ورځي وړاندي داسي راپورونه خپاره سول چي ګواکي د ټولو ښځینه کارکوونکو معاشونه پنځه زره افغانیو ته راټیټ سوي چي دې خبرونو پراخ غبرګونونه راپورته کړل.
تازه مالیې وزارت بیا د ټولو ښځینه کارکوونکو د معاشونو د کموالي په تړاو خپاره سوي راپورونه رد کړي دي.
په هغه راپورونو کي د ښځینه ښوونکو د معاشونو د ځنډ موضوع هم یاده سوې خو مالیې وزارت يې په اړه څه نه دي ویلي.