د متحده‌ایالتونو، قطر او مصر مشرانو اعلان وکړ چي د غزې د اوربند موافقه چمتو ده

د متحده‌ایالتونو، قطر او مصر مشرانو اعلان وکړ چي د غزې د اوربند موافقه چمتو ده او له دواړو خواو غواړي چي د موافقې د جزییاتو په اړه فوراً خبري پیل کړي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن، د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني او د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي په خپله ګډه اعلامیه کي، چي پرون خپره کړه، په اسراییل او حماس باندي ږغ وکړ چي، راتلونکي پنج‌شنبه، د اګست په ۱۵ په دوحه یا قاهره کي خبري بیا پیل کړي.
د متحده‌ایالتونو، قطر او اسراییل مشران، چي په غزه کي د اوربند د خبرو منځ‌ګړي دي، په خپله ګډه اعلامیه کي ویلي چي، اوس د هوکړي چوکاټ روښانه سوی او یوازي د پلي کولو جزییات پاته دي.
د ګډي اعلامیې له خپرېدو یو ساعت وروسته، د اسراییل د صدراعظم بنیامین نتانیاهو دفتر اعلان وکړ چې هيواد به یې د متحده‌ایالتونو او منځ‌ګړو د وړاندیز په ځواب کې د راتلونکي پنج‌شنبې خبرو ته یو پلاوی واستوي.