پنټاګون اندېښنه ښودلې چي، ښايي لهدې سرتېرو څخه د اوکرایني ځواکونو پر ضد کار واخیستل سي.
د پنټاګون ویاند تورنجنرال پاټ رایډر وايي، داسي نښي نښانې سته چي د روسیې کورسک ولایت ته د شمالي کوریا لږشمېر سرتېري استول سوي دي او زرګونه نور هلته رسېدو ته یا نژدې سوي او یا په نژدې راتلونکي کي ور روان دي.
رایډر همداراز وايي، پنټاګون د هغو راپورونو د تأیید لپاره کره معلومات نهلري چي وايي، په اوکراین کي دننه هم د شمالي کوریا ځواکونه سته.
ولسمشر جوبایډن ویلي دي، په کورسک کي د شمالي کوریا د سرتېرو حضور سخت اندېښمن کړی دی.
بایډن زیاتوي، که دا سرتېري د اوکراین قلمرو ته ننوځي، نو اوکرایني ځواکونه باید برید ورباندي وکړي.