د متحده اماراتو ليګ کي ۲۳ افغان لوبغاړي رانيول سوه

د ۲۰۲۴ زېږديز کال د متحده عربي اماراتو په ۱۰ اوريزه تجارتي کرکټ ليګ کي ۲۳ افغان لوبغاړي رانيول سوه.

په يادو لوبغاړو کي راشد خان، مجيب الرحمن، فضل الحق فاروقي، نوین الحق، رحمن الله ګربز، محمد نبي عیسی خېل، کريم جنت او نور مشهور لوبغاړي د مختلفو لوبډلو له خوا رانيول سول.

د اماراتو ۱۰ اوريزه تجارتي کرکټ ليګ به د راتلونکي نومبر مياشتي پر ۲۱مه نېټه پيل او د ډسمبر مياشتي تر دوهمي نېټي پوري به دوام وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *