د متحده ایالاتو دفاع وزارت وایي چي، اوکراین ته لږ شمیر قراردادیان استوي چي دې هیواد ته د واشنګټن له خوا د ورکړل سویو پرمختللو وسلو او نظامي تجهیزاتو د حفظ او مراقبت په چارو کي مرسته وکړي.
د پنټاګان یو چارواکي ویلي چي دا امریکایي قراردادیان به د جنګي الوتکو او دفاعي سیستمونو په مراقبت کي مرسته وکړي چي متحده ایالاتو کیف ته ورکړیدي.
د دفاع وزارت دې چارواکي ویلي چي دا قراردادیان به د جګړې لومړۍ کرښي څخه لیري ځای پر ځای سي او د روسي ځواکونو په خلاف به نه جنګیږي.
د ۲۰۲۲ میلادي کال د فبرروي میاشتي راهیسي چي روسیې په ګاونډي هیواد اوکراین برید کړی، واشنګټن دې هیواد ته څه د پاسه ۶۰ میلیارده ډالر په نظامي مرستو کي ورکړي چي اکثریت یې پرمختللي وسلې دي.
د امریکا دا پریکړه ښایي د روسیې د غبرګون سره هم مخ سي.
امریکا دا پریکړه داسي مهال کوي چي تازه مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ انتخابات وګټل او د کیف سره د امریکا د نظامي مرستو برخلیک څرګند نه دی.