ټرمپ دا څرګندوني وروسته تر هغه وکړې چي د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین تیره میاشت د بریکس غړیو هیوادونو مشرانو په یوې غونډه کي په متحده ایالاتو تور ولګاوه چي د ډالرو څخه د “وسلې په توګه کار اخلي” او دا یې یوه ستره غلطي وبلله.
ډونالډ ټرمپ پخپله ټولنیزه شبکه کي د بریکس سازمان غړیو هیوادونو څخه غوښتي چي نه دي د ډالرو پر ځای د بل پولي واحد جوړولو هڅه کوي او نه دي د داسي پولي واحد ملاتړ کوي چي د ډالرو ځای ونیسي.
په BRICS کي برازیل، روسیه، هند، چین، جنوبي افریقا، مصر، ایتوپیا، ایران او متحده عربي امارات غړیتوب لري.