دا په تیرو دوو ورځو کي دویم ځل وو چي حوثي یاغیانو پر اسرائیل توغندي ورغوځولي او ۱۶ تنه پکښي ټپي سوي.
د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندانۍ یا سنټکام په یوې اعلامیې کي ویلي چي په تازه هوایي بمباریو کي د حوثي یاغیانو د توغندیو یوه ذخیره او د سوق او ادارې یو مرکز په نښه سوی خو د مرګ ژوبلي په هکله یې څه نه دي ویلي.
امریکایي ځواکونو همدارنګه ویلي چي د یمن په پایتخت صنعا کي د حوثي یاغیانو پر دې نظامي اهدافو تر هوایي برید وړاندي په سرې بحیرې کي د دې یاغیانو ګڼ شمیر بې پیلوټه یا ډرون الوتکي او د کښتیو ضد د کروز یو توغندی هم نسکور سوی.