د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت په یو خپور سوي راپور کي ویلي دي چي له ۲۰۲۱ کال راهېسي په امریکايي ځواکونو کي د ځان وژني شمېر زیات سوی دی

د دغه راپور په اساس، په ۲۰۲۳ کال کي ۵۲۳ امریکايي پوځیانو (برحاله او احتیاطي) ځانونه وژلي دي، دا شمېر په ۲۰۲۲ کال کي ۴۹۳ تنه وو.
په ۲۰۲۳ کال کي لږ تر لږه ۳۶۳ تنه برحاله پوځیانو ځانونه وژلي، خو په ۲۰۲۲ کال کي بیا دا شمېر ۳۳۱ تنه وو.
په اوسط ډول، په ۲۰۲۳ کال کي په هرو ۱۰۰زرو برحاله پوځیانو کي ۲۶ تنو ځان وژني کړي، په داسي حال کي چي په ۲۰۱۱ کال کي بیا په هرو ۱۰۰زرو پوځیانو کي د ځان وژني ۱۷ پېښي ثبت سوي وې.
چارواکي‌ وايي چي د ځان وژني دا پېښي یې چي د جنس او عمر له پلوه محاسبه کړي، په امریکا کي د ځان وژني له عمومي شمېرو سره برابري دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *