دا اتم ځل دی چي دا لیګ کېږي او دا ځل پکښي دوې نوي لوبډلي هم زیاتي سوي چي په دغه لیګ کي د لوبډلو شمېر ۱۰ ته ورسېدی.
په دغه لیګ کي د نړۍ د نورو هیوادونو لسګونه لوبغاړي هم لوبېږي، د لیګ وروستۍ لوبه د ډسمبر په دویمه نېټه ده.
د ټي-۱۰ د رسمي ویبساټ د معلوماتو په اساس، د دوو نویو عجمان بولټز او آپ نوابز لوبډلو کپتانان افغان لوبغاړي محمد نبي او رحمان الله ګربز دي.
محمد نبي، ګلبدین نایب، مجیب الرحمن او اعجاز احمدزی د عجمان بولټز او رحمان الله ګربز، نجیب الله ځدراڼ، مسعود ګربز، فریدون داودزی او خلیل احمد ګربز د آپ نوابز په لوبډلي کي دي.
نور افغان لوبغاړي کریم جنت، قیس احمد، شرف الدین اشرف او حمزه هوتګ د موریسویل سامپ ارمي؛ راشد خان، حضرت الله ځاځی او محمد شهزاد د بنګله ټایګرز او نوین الحق او فضل حق فاروقي د ډیلي بولز په لوبډلو کي لوبېږي.