‏د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مخابراتي شبکو د انټرنیټ او ږغیزو خدمتونو بیې راټیټوي

د یاد وزارت مسوولین وایي د هیواد په مخابراتي بازار کي د لومړي ځل لپاره د فریکونسۍ داوطلبي ترسره سوه، چي پکښي د ۹۸ میلیونه ډالرو په ارزښت ۴۸ میګا هرټز فریکونسي مخابراتي شرکتونو ته په اجاره ورکړل سوې ده.

تر دې اجارې وروسته به مخابراتي شرکتونه د انټرنیټ 4G خدمتونه وړاندي کوي.

دا خبر داسي مهال خپرېږي، چي اوسمهال په افغانستان کي د مخابراتي شبکو له انټرنیټي بیو او سرعت څخه خلک ډېر شکایت لري.

عام خلک وایي د مخابراتي شبکو د انټرنیټ چټکوالی د 4G په نامه پلورل کېږي خو سرعت یې خلک له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *