په هېواد کي د مخابراتو شبکو د ټيټ کیفیت خدماتو څخه خلک شکایت کوي او وایي، چي د انټرنیټ تر څنګ د شبکو ږغیز خدمات ډېر کمزوري دي خو بیه یې لوړه ده.
د دې سره سره چي د مخابراتو شبکو د انټرنیټ او ږغیز خدمات په ډېر ټيټ کیفیت وړاندي کیږي دغه راز مراجعه کوونکو ته په ورځو ورځو سیمکارتونه نه ورکول کیږي.
لاندي ویډیو په هلمند کي د یوه مخابراتي شرکت د خدماتو یوې څانګي مخ ته د راټولو سوو کسانو ده.