د مخکیني ولسمشر مشاور اختر محمد خان بادیزی هیواد ته راستون سو

په ولسي چارو کي د مخکیني ولسمشر مشاور اختر محمد خان بادیزی چي تازه د افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون له لاري، له ايران څخه خپل هیواد ته راستون سوی وایي، خوښ دی چي خپل هېواد ته راغلی.
د هغه په وینا، غواړي په هیواد کي خپل شخصي کاروبار ته دوام ورکړي او تمه لري چي پرته له ستونزو خپلي چاري مخ ته یوسي.
ده زیاته کړه، کله کله خبريږي چي د مخکیني حکومت ځيني مامورین او کارکوونکي ځورول کیږي نو دی له اسلامي امارت څخه هیله لري چي د هغه کسانو مخکنیوی وکړي کوم چي د مخکیني حکومت د مامورینو یا کارکوونکو سره سم چلند نه کوي.
ده وویل، که چیري په هیواد کي د کار یا نورو برخو کي ستونزي نه وي ډېری نور هغه کسان هم چي دا مهال په بهر کي دي غواړي خپل هیواد ته راستانه سي.
اختر محمد باديزی په مخکیني حکومت کي د افغانستان د جمهوري ریاست سلاکار وو، هغه د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په دوره کي د دولت په مختلفو برخو کي مهم رول درلود.
باديزي تر یوه لسیزه د زیات مدني او سیاسي فعالیت تر څنګ د اڅګزو قومي شورا مشرتوب هم کړی او د خپلو سیاسي فعالیتونو له مخي په افغانستان کي پېژندل سوی شخصیت دی.