د مدني ټولني او د بشري حقونو فعالانو د حامد قرلق د ژر تر ژره خوشي کېدو غوښتنه کړې

یوه ډله د مدني ټولني او د بشري حقونو فعالانو د حامد قرلق، چي د اوزبیک توکميزي ټولني یو ټولنیز فعال دی، د بې قید او شرطه ژر تر ژره خوشي کېدو غوښتنه کړې ده.
دغه فعالانو په یوه اعلامیه کي له نړیوالو بشري حقونو ملاتړ کوونکو بنسټونو غوښتي چي د حامد قرلق په خوشي کولو کي هڅه وکړي.
په دې اعلامیه کي راغلي چي یاد ټولنیز فعال، څو ورځي وړاندي د استخباراتو له لوري د تخار ولایت د «دشت‌قلعه» ولسوالۍ په سیمه کي پرته له کوم تور څخه نیول سوی دی.
دغه فعالانو ویلي چي قرلق په خیریه چارو بوخت وو او اړمنو خلکو ته یې مرسته رسوله.
هغوی زیاتوي، چي د قرلق د خوشي کولو په بدل کي د پیسو غوښتنه سوې خو د هغه کورنۍ د پیسو د ورکړي وس نه لري.
چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.