د مسکو په شمال لوېدیځ کي بې پیلوټه الوتکي د وسلو یوه ډيپو په نښه کړې ده

د مسکو په شمال لوېدیځ کي د بې پیلوټه الوتکي یوه برید، چي شک کیږي اوکراین به کړی وي، د وسلو یوه ډيپو په نښه کړې ده

راپورونه وایي، چي په تویر سیمه کي د تېري شپې له دغه برید وروسته لوی اور بل سوی او د نږدې سیمو خلک یې تخلیه سوي دي.
د استرا په نوم ټیلیګرام چېنل او نورو ټولنیزو رسنیو کي خپرې سوي ویډیوګاني ښيي چي پر ډيپو د بې پيلوټه الوتکي یو لوی برید سوی او بیا د شپې په تیاره کي د اور لمبې اسمان ته پورته سوي.
په دغو وېډيوګانو او عکسونو کي لیدل کېږي چي د چاودني شاوخوا ته د نږدې کورونو کلکینان هم مات سوي دي.
د تویر د سیمي والي ویلي چي د اوکراین د توغنديو پارچو په سیمه کي اور لګولی، خو دا یې نه دي ویلي چي څه شي سوځېدلي دي.