د کندهار د معروف ولسوالۍ اوسېدونکي شکايت کوي، چي د دغه ولسوالۍ سړکونه خراب دي او پخېدو ته اړتيا لري، د دغه ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چي د تېر جمهوري نظام څخه نيولې تر اوسه پوري هېچا هم د دغي ولسوالۍ د سړکونو د پخېدو غم ونه خوړی.
هغوی وايي چي څو ځله ئې د دولت سره دغه ستونزه شريکه کړې، خو تراوسه پوري ئې د جوړېدو په اړه اقدام نه دئ سوی.
د معروف ولسوالۍ اوسېدونکي دغه راز زیاتوي، چي د ط..البانو په راتګ سره يو ځل د دغه سړک د جوړېدو ژمنه سوې خو تراوسه پوري عملي سوې نه ده.
دوی دغه راز زیاتوي، چي په جمهوري نظام کي څو ځله د دغه سړکونو د جوړولو قرادادونه سوي خو پيسې به ئې ورکي سوې او تر اوسه پوري نه دي جوړ سوي او دوی د تګ راتګ پرمهال د زیاتو ستونزو سره لاس او ګريوان دي.
هغوی د ط..البانو څخه غوښتنه کوي، چي د دغي ولسوالۍ د اوسېدونکو ږغ دي واوري او دغه ستونزه دې ورته حل کړي