د مفتي منیر شاکر زوی وایی د پښتنو د حق غوښتلو جلسه به نږدي وخت کي جوړه سي

د مفتي منیر شاکر زوی عبدالله شاکر په یو پيغام کی ویلي دي، چي د اپريل پر ۲۷ نېټه د پښتنو د ږغ پورته کولو، د هغوی د حق غوښتلو او ملاتړ په موخه به جلسه جوړه کړي.
هغه له ټولو پښتنو څخه غوښتي چي په دغه جلسه کي دي ګډون وکړي.
ټاکل سوې ده، چي دغه جلسه د اپریل پر ۲۷ مه د ماپښين پر یوه بجه د مفتي شاکر د جنازي په ځای کي دایریږي.