د ط..البانو مخالفي د افغانستان د مقاومت ملي جبهې د شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي د جمعې په ماښام ئې د دغه ولايت په څلورمه امنيتي حوزه کي د ط..البانو د تلاښۍ پر ځای بريد کړی.
د خبرپاڼي په حواله چي د دغه بريد پر مهال دوه وسله وال ط..البان وژل سوي او دوه نور ټپيان سوي دي.
د دغه بريد په اړه تر اوسه پوري د کندز ولايت د ط..البانو امنيتي ادارو څه نه دي ويلي.